سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



روان کال بې پيلوټه الوتکو تر دې دمه ۲ زره بریدونه کړي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:55

بې پيلوټه الوتکو روان کال تر ۲ زره ډېره بمونه په افغانستان کې غورځولي دي. د راپورونو له مخې دغه شمېره تر دې دمه د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې ده. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د داعش او طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي، چې ددې بریدونو شمېره تر ۲ زره هم اوښتې ده. راپور وايي د تېر کال په پرتله د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي، تر اوسه لا کال نه دی پوره، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې ده. تر دې وړاندې هم امریکايي ځواکونو ویلي وو، چې په افغانستان کې به هوايي بریدونه ډېروي، چې دا چار په کور د ننه مخالفین هم لري. ډېری افغان سیاستوال په دې باور دي، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو د ډېرېدو له امله ملکي مرګ ژوبله لوړه شي. ډونالډ ټرمپ هم په نوې تګلاره کې پر هوايي بریدونو ټینګار کړی دی.

Addthis

 




مل پاڼې