چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



حکمتیار: د بدمستو او غاصبو چارواکو ټغر په ټولېدو دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 10:53

ګلبدین حکمتیار زورواکانو ته خبرداری ورکړ. د حزب اسلامي مشر وايي، د هغو کسانو ټغر په ټولېدو دی چې د پردیو په مټو واکمنۍ ته رسېدلي او بدمستي کوي. نوموړي د چهار اسیاب ولسوالۍ له قومي مشرانو سره د خبرو پر مهال وویل، ډېر خلک ځانونه مجاهدین بولي، خو د ناټو او روس په مرسته واکمنۍ ته رسېدلي دي او د عامو افغانانو حقوق تر پښولاندې کوي. نوموړي په دې اړه چې دا کسان څوک دي وضاحت نه دی ورکړی. حکمتیار همدا راز زیاته کړې، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او ټول په دغه هېواد کې د سوله ییز ژوند حق لري. د حکمتیار په وینا هغه وخت به جګړه پای ته ورسېږي چې د قومي تصفیې لړۍ هم پای ته ورسېږي. حکمتیار دا هم ویلي، چې ملت اوس د غاصبینو او بدمستو ملاتړ نه کوي او دوی یې پېژندلي دي.

Addthis

 




مل پاڼې