چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



وکیلان: د عبدالله او غني ويش افغانستان له روانو ستونزو سره مخ کړی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 10:54

د ولسي جرګې غړي وايي په افغانستان کې د روان بحران لامل د اجرایه رییس او ولسمشر ترمنځ د ويش مسئله ده. د ولسي جرګې د غړو په وینا حکومتي مشرانو څوکۍ د پنځوس پنځوس ونډې له مخې وېښلې دي چې په دې توګه ددولتي ادارو په مشرۍ او مهمو مقامونو باندې وړ خلک نه دي ګومارل شوي. د ولسي جرګې غړي کرام الدین حیدر زاده وايي، د ستونزو اصلي جرړه په دې کې ده، چې پر لوړو امنیتي او دفاعي څوکیو کسان د وړتیا له مخې نه بلکې د اجرایه رییس او ولسمشر د ونډې له مخې ټاکل کېږي. هغه پر حکومتي مشرانو غږ وکړ، چې له مخالفتونو لاس واخلي. د ولسي جرګې د غړو په وینا په حکومت کې مخالفتونه ددې لامل شوي، چې وسله وال مخالفین پیاوړي شي او د جګړو او نا امنیو لړۍ لا پراخه شي. وکیلانو همدا راز نن هم د امریکايي ځواکونو له لوري اسلام ته شوی سپکاوی په کلکو ټکو وغانده او هغه یې یو قصدي عمل وباله. وکیلانو غوښتنه کړې چې ولسي جرګه او حکومت دې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې