دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ملګري ملتونه: د افغانستان کړکیچ له ديپلوماتیکو لارو حل کېدای شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 10:57

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې روان بحران د جګړو له لارې نه حل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېس تېره ورځ د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان جګړه او په دې هېواد کې شته بحران له نظامي لارو نه حل کېږي. دده په وینا نه یوازې د افغانستان بلکې په نړۍ کې هر رامنځ ته شوی بحران باید د خبرو او سیاسي مذاکراتو پر مټ حل شي. نوموړي ویلي، هیله لري چې امریکا هم په افغانستان کې د جګړو د ختم او ثبات د راوستو په موخه پر سیاسي حل فکر وکړي او هلته پر نظامي حل ډېر ټینګار و نه کړي. ګوتریس ویلي، ځینې نظامي کړنې به په لنډمهاله توګه سوله یا امنیت راولي خو د تلپاتې امنیت او سولې لپاره مذاکرات او خبرې یوازینۍ لار ده.

Addthis

 




مل پاڼې