جمعه, 28 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امنیتي منسوبینو په اړه د چارواکـو بې پروایۍ د خلکو غوسه را پارولې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 03:40

د پلازمېنې او ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي، په کونړ کې د څښاک اوبو پسې د تللو پنځو سرحدي پوليسو وژل کېدو غوسه کړي او تور پورې کوي چې له هغوی سره قصداً دغه ډول عمل شوی او یا یې پر سر معامله شوې ده.

څو ورځې وړاندې د کونړ د مروروې ولسوالۍ د پاس غاښي په سیمه کې د یوې سرحدي پوستې پنځه منسوبين هغه مهال وسله والو ووژل چې له ورځو راهیسې یې د څښاک اوبه نه لرلې او بالاخره اړ شول، چې د څښاک اوبو پسې داسې سیمې ته ښکته شي، چې وسله وال او پاکستانیان پرې واکمن دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان هم وایي، چې دغه پوليس د څښاک اوبو پسې تللي وو چې ووژل شول، مړي یې څو ورځې د غره په لمن کې پراته وو چې بالاخره وړمه ورځ خلکو راوړي او د هغوی کورنيو ته يې سپارلي دي.

د پوځي چارو شنونکي وايي، په امنیتي سکتور کې حکومتي مشرانو د خپلویو او اړیکو له مخې رتبې وېشلې او دې کار په دغه سکتور کې د مدیریت ستونزه نوره هم جدي کړې ده.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هغه کسان د مدیریت پوړونو ته رسېدلي، چې یا یې خپلوان حکومتي مشران دي، یا یې هم په لوړه کچه بډې ورکړې دي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، په ډېرو سیمو کې چې افغان سرتېري وژل شوي تر شا یې قصدي معاملې ښکاري او په وينا يې د کونړ وروستۍ پېښه هم همداسې یوه بېلګه ده.

د جنرال طاقت په خبره د کندهار په خاکرېز کې د پوځ د لسګونو سرتېرو ډلییزه وژنه، د بدخشان په یمګان کې د لسګونه سرتېرو وژل کېدل، د هلمند په ګرېشک کې د سرتېرو وژل کېدل او د کونړ وروستۍ پېښه هره یوه يې داسې قراين وړاندې کوي چې د سرتېرو پر سر معاملې او یا یې په لوی لاس له ژوندونو سره بې پروايي کېږي.

د هغه په باور افغان حکومت دغه ډول پېښې نه څېړي او عاملینو ته یې سزا هم نه ورکوي نو ځکه ورځ تر بلې ډېرېږي.

د طاقت په وینا د افغان ځواکونو په لیکو کې د مدیریت د ستونزې زیاتوالي یو لوی لامل هم دا دی، چې پر هغوی ناسم خلک مدیران ټاکل شوي دي.

سیاسي کارپوه حسن مبارک عزیزي وايي، ولسمشر غني اراده کړې وه، چې د امنیتي ځواکونو له لیکو به هوايي جنرالان وباسي؛ خو اوس یې ده خپله تولید پيل کړی دی.

هغه مسیر ورځپاڼې ته وویل، ولسمشر غني ګڼو داسې کسانو ته پوځی رتبې ورکړې چې هغوی د عسکرۍ وړ هم نه وو.

پر فېسبوک هم د کونړ مسئله ډیره توده ده، د دې ټولنیزې رسنۍ ډېرو کاروونکو مخامخ ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال ایوب حسین خیل تورن کړی، چې د سرتېرو په اړه یې بې غوري کړې ده.

د مطیع الله شهاب په نوم یو تن پر خپل فېسبوک لیکلي: (د غاښي سرحدي پولیس وایي چې څو ځله مو د حسین خیل په شمول خپلو قومندانانو ته زنګونه ووهل چې دوه درې خره راته واخلئ چې مونږ پرې پوستو ته اوبه راوړو خو قومندانانو به راته ویل چې خپله یې راوړئ او په تخصیص کې د خرو لپاره روپۍ نشته.)

ځېنې نورو بیا ویلي، چې ان د دغه سرتېرو  جنازې ته د پوله ساتو پولیسو په استازیتوب څوک نه و ورغلي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو بریالي نه شوو.

Addthis

 




مل پاڼې