جمعه, 28 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ارګ: د وزیرانو پر سر اختلافات نشته او پارلمان ته به ور معرفي شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 09:51

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د حکومت له لوري ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو په معرفي کېدو کې هیڅ ستونزه نشته او دا پروسه لا له وړاندې په ارګ کې نهایي شوې ده. د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلي، حکومت د پارلماني چارو وزارت ته دنده ورکړې، چې نوي نوماند وزیران ژر تر ژره ولسي جرګې ته ور وپېژني. د هغه په وینا ښايي د وزیرانو په تحصیلي یا تابیعیتي اسنادو کې ستونزې وي او یا دغه بهیر یو څه وخت ته اړتیا ولري. خو د ولسي جرګې غړي وایي، حکومتي مشران یو ځل بیا د نوماند وزیرانو پر سر اختلاف ته تللي او د ځېنو وزیرانو پر ټاکنه نه سلا کیږي. رسنیو هم داسې راپورونه خپاره کړي، چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو ترمنځ د کابینې پر سر لا هم اختلافات شته دي. حکومت تر اوسه د ۱۲ وزارتونو لپاره نوي نوماند وزیران اعلان کړي، چې لا ولسي جرګې ته نه دي ور معرفي شوي.

Addthis

 




مل پاڼې