جمعه, 28 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ناټو: د طالبانو پلانونه شنډ شول او دوی د ښارونو په نیولو بریالي نه شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 09:53

د ناټو مشر وایي وسله وال طالبان د ښارونو په نیولو بریالي نه شول. د ناټو سازمان مشر د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د وینا پر مهال ویلي، چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته نه رسوي او په اوس وخت کې له دغه هېواده د ځواکونو ایستل د هېچا په ګټه نه دي. نوموړي زیاته کړې، طالبانو غوښتل چې په دې کال کې ځينې ښارونه ونیسي خو دوی د افغان ځواکونو د پياوړتیا له امله په دې کار بریالي نه شول او پلانونه یې شنډ شول. نوموړي دا هم ویلي، چې افغانستان بې ثباته دی، خو د ترهګرو ځاله نه دی او ناټو به اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد د ترهګرو په ځاله بدل شي. د سټولټنبرګ په خبره ناټو ځواکونه د همدې لپاره په افغانستان کې حضور لري، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او دغه ډلې بریالۍ نه شي چې خپلو موخو ته ورسېږي. نوموړي ویلي، چې له افغان حکومت به د ناټو ځواکونو ملاتړ دوامداره وي او د ناټو په ماموریت کې به کوم بدلون نه راځي.

Addthis

 




مل پاڼې