دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه د مخالفینو لیکې تقویه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 03:46

پوځي شنونکي د امریکا د پوځ د هغه راپور په غبرګون کې چې وایي، هوايي ځواکونو يې په تېره سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، وايي دا کار د افغانستان جګړه د مهارولو پر ځای لا تودوي او د مخالفينو ليکې پياوړې کوي.

د شنونکو په باور، د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه د دې تر څنګ چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، په يو ‌ډول د دې خبرې د ثابتولو هڅه هم ده چې ګواکي د افغانستان حالات ترينګلي دي او بهرني ځواکونه مجبور دي چې د وضعيت د قابو کولو لپاره په دلته خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ مرکزي ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د امريکا هوايي ځواکونو په تېره سپټمبر میاشت کې پر طالبانو او داعشيانو ۷۵۱ بمونه غورځولي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د امريکا هوايي ځواکونو د يوې مياشتې په لړ کې د افغانستان په مختلفو سيمو ۵۸۰ بمي بريدونه کړي وو، چې د اوو کلونو لپاره دا شمېر د ريکارډ په توګه ثبت و. د امريکا هوايي ځواکونو تېره مياشت دغه ريکارډ هم مات کړ او يوازې په سپټمبر مياشت کې يې د افغانستان پر بېلابېلو سيمو ۷۵۱ بمونه غورځولي دي. دا شمېر د هغو هوايي بريدونه دوه برابره دی، چې د امريکا هوايي ځواک په اګسټ مياشت کې په افغانستان کې کړي وو.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وایي، دغه بمونه د دې پر ځای چې جګړه مهار کړي، د جګړې د تودېدو سبب کېږي، ځکه ورته بريدونه د عامو افغانانو د عقده يي کېدو سبب کېږي او په دې توګه د مخالفو وسله والو ليکې تقويه کېږي.

د ځاځي په باور، په افغانستان کې د روانې جګړې شدت په هغه کچه نه دی چې د يوې مياشتې په اوږدو کې دې پکې د ۷۵۰ بمونو غورځول کېدو ته اړتيا پېښه شي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، امریکایان د خپلو ګټو لپاره افغان جګړه شدیده ښيي او  په دې توګه په افغانستان کې د خپل پوځي حضور دوام ته پلمه لټوي.

د ځاځي په باور، په افغانستان کې د امريکا له لوري د سلګونو بمي بريدونو بل دليل دا هم کېدای شي، چې امريکا او ملګري يې غواړي خپلو ملتونو ته په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي او داسې د هغوی له اعتراضونو خلاص شي.

د پوځي چارو شنونکی محسن اختیار وايي، د امریکا له لوري د شمېر اعلان او په اړه یې د افغان حکومت چوپتیا هم عجبیه ده، ځکه حکومت پر ډېرو هغو بريدونو ناخبره دی چې امريکايان يې د کولو ادعا کوي.

دی وایي، لوړپوړو پوځي چارواکو ورته ویلي، چې افغان ځواکونه د بهرنیانو په نیمايي هوایي بریدونو هم خبر نه دي.

د اختیار په باور، که د امريکا د هوايي ځواکونو په هر هوايي بريد کې يوازې درې وسله وال هم وژل شوي وای، اوس به په افغانستان کې د وسله والو شمېر نیمايي ته را ټیټ شوی وو:

«نو ځکه ویلی شو، چې دا بمونه یا په خپلو اهدافو نه دي لګېدلي یا هم امریکایان په دې اړه دروغ وايي.»

اختيار په ننګرهار کې د بمونو مور ته اشاره وکړه چې یو داعشی یې هم ونه واژه خو امریکايانو یوه اونۍ پرلپسې تبصرې کولې، چې په ختیځ کې یې د داعش مرکز وېجاړ کړی دی.

د ملي دفاع وزارت بيا د اختيار دا ادعا نه مني او د هوايي بريدونو په مؤثريت ټينګار کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري مسیر ورځپاڼې ته وویل، ټول هغه هوايي بریدونه چې په افغانستان کې کېږي له افغان ځواکونو سره يې په اړه له وړاندې همغږي کېږي.

په ورته وخت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې ګروپ تېره اونۍ له بهرنیو ځواکونو وغوښتل، چې هوايي بریدونه دې را کم کړي ځکه له کبله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې