چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په کابل کې نننۍ ورځپاڼې: پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 05:21

ویسا:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې د حامد کرزي له خولې وايي، امریکا په افغانستان کې له داعش ډلې سره مرسته کړې ده. ویسا په خپله سرلیکنه کې بیا وايي، چې جګړه به دوام وکړي، ځکه امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړې ده نو دوی به تر هغه پورې پالي چې د امریکا موخې نه وي تر لاسه شوې.

۸ صبح:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وايي، چې د ولسي جرګې غړو د ګلبدین حکمتیار هغه څرګندونې غندلې چې افغان جګړه یې قومي بللې وه. په سرلیکنه کې بیا وايي، د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته را ورسېدل خو اوس ددې اړتیا ده، چې نورو سیمو ته ددغو غنمو د لېږد امنیت تامین شي، ځکه د پاکستان کسان به هڅه وکړي هغه له منځه یوسي او اړمنو ته و نه رسېږي.

مسیر:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خولې لیکي، چې په افغانستان کې دداعش ډلې تر شا پټ لاسونه کار کوي او دغه پټ لاسونه له امریکا پرته د بل چا نه شي کېدای. په سرلیکنه کې یې بیا له پاکستان سره د امریکا نوو مرستو ته اشاره کړې ده. لیکوال وايي امریکا پاکستان ددې لپاره پیسې ورکړې چې جګړې ته یې دوام ورکړی دی او د امریکا ماموریت یې په سمه توګه مخ ته بېولی دی.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia):

په کابل کې چاپېدونکې دغه انګلیسي ورځپاڼه هم په خپل لومړني خبر کې د حامد کرزي له خولې لیکي، چې امریکا په افغانستان کې دداعش ډلې ملاتړې ده. په سرلیکنه کې هم وایي، چې امریکا او پاکستان هسې، د اختلافاتو خبره کوي، په حقیقت کې پاکستان په سیمه کې د امریکا د پلانونو د عملي کولو تر ټولو ښه ملګری دی.

Addthis

 




مل پاڼې