چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایوب زاده: د ولسمشر غني او اجرایه رییس کسان هڅه کوي راتلونکې ټاکنې بحراني کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 09:15

د ټاکنو بنسټ یا تیفا وايي، د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره تړلي کسان په ټاکنیزو کمېسیونونو کې لاسوهنه کوي او هڅه یې دا ده چې راتلونکې ټاکنې له کړکیچ سره مخ کړي. د یاد بنسټ مشر نعیم ایوب زاده د ټاکنو کمېسیون ته د خپلې ټاکنیزې طرحې د سپارلو پر مهال وویل، چې د ملي یووالي حکومت د پر وخت ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري. د هغه په وینا د ولسي جرګې او ولسمشرۍ لپاره د راتلونکو ټاکنو لپاره نیول شوی چمتوالی په هیڅ حساب دی او په کمېسیونونو کې هم د ټاکنو ترسره کولو بشپړه وړتیا نشته. نعیم ایوب زاده وايي، حکومت لا هم په ټاکنیزو کمېسیونونو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي د راتلونکو ټاکنو لپاره پر کمېسیون خپل اغېز وساتي؛ خو له ټاکنو کمېسیون نه یې وغوښتل چې بې پرې پاتې شي. ایوب زاده همداراز وویل له ولسمشر غني او اجرایه رییس سره یو شمېر تړلي کسان هڅه کوي راتلونکې ټاکنې بحراني کړي. د هغه په وینا د ټاکنو لپاره د امنیت پلان، بودیجه او نور امکانات لا نه دي چمتو شوي نو ځکه تمه نه کیږي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د هم په هغه نیټه وشي، چې اعلان شوې ده.

Addthis

 




مل پاڼې