چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امريکا پاکستان ته نه، ترهګرو ته پيسې ورکوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 03:52

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي له پاکستان سره د امریکا تازه مرستې د ترهګرۍ د تمویل په مانا بولي. دوی وايي، د امریکا د خبرو او عمل تر منځ توپیر موجود او یوازې د خلکو د تېر ایستلو لپاره پر پاکستان د فشارونو خبرې کوي.

د شنونکو په باور د تمې خلاف امریکا د پاکستان پر وړاندې هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی او یوازې د لوبې د دوام لپاره کله ناکله امریکايي چارواکي د دغه هېواد په اړه توندې څرګندونې کوي.

تازه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن هم ویلي، چې د ټرمپ له نوې تګلارې وروسته هم د پاکستان په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی.

خو د امریکا کانګرېس تېره اونۍ پاکستان ته د ۷۰۰ میلونو ډالرو مرسته تصویب کړې چې نیمايي به یې اوس ورکوي.

امریکاغږ ډېوې راډیو په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان ته دغه مرسته له هغه وروسته منظوره شوه، چې د امریکا دفاع وزیر خپل کانګرېس ته تایید کړه، چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد ځينې ګامونه اخیستي دي.

پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، پاکستان د حقاني شبکې یا کومې بلې ترهګرې ډلې خلاف هېڅ ګام نه دی اخیستی او امریکا د خپلې دوه مخې لوبې لپاره پاکستان ته نوې مرستې منظورې کړې.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل:

«امریکا لا هم په سیمه کې د خپلو موخو لپاره پاکستان ته اړتیا لري، او داسې ښکاري، چې امریکا د پاکستان بدیل نه دی پیدا کړی او تازه یې مرستې ورکړې».

وردګ وايي، د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم امریکا په سیمه کې د ترهګرو ملاتړي پياوړي کوي او له همدې لارې خپل ستراتېژیک اهداف تعقیبوي.

د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ وايي، اوس د دې هېڅ اړتیا نشته، چې کوم هېواد دا وضاحت ورکړي، چې ترهګر چېرته دي او څوک یې روزي!؟

نوموړې مسیر ورځپاڼې ته وویل، د امریکا ولسمشر په خپله اعتراف وکړ، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی؛ خو اوس بېرته ورسره مرسته دا مانا لري، چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې اراده نه لري.

هغه زیاتوي:

«امریکا او پاکستان په خپلو کې مشترک ټکي پیدا کړي، تر څو دغه مشترکات تغیریږي وخت ته اړتیا ده او اوس داسې ګومان نه کیږي، چې پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او یا د امریکا پرې مرسته بنده کړي».

د نړیوالو اړیکو کارپوه حسین سجادي وايي، امریکا هڅه وکړه په سیمه کې د پاکستان بدیل پيدا کړي؛ خو یا بریالي نه شول او یا چا هغه وړتیا نه لرله چې پاکستان یې د امریکا د پروژو د پلي کولو لپاره لري.

دی وايي، د امریکا د تازه مرستو مشروط والی هم دا پيغام لري، که امریکا په سیمه کې بل بدیل پيدا کړي د پاکستان پرېښودل ورته اسانه دي.

هغه مسیر ورځپاڼې ته وویل:

«امریکا اوس د مجبوریت له مخې پاکستان ته مرسته ورکوي، تر څو دغه هېواد د روسیې او چین غېږې ته له ورتلو وساتي، ځکه پاکستان هم خورا ماهر لوبغاړی دی».

سجادي وایي، افغان حکومت ډېره هڅه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې د امریکا په تګلاره کې بدلون راشي؛ خو داسې ښکاري، چې دې هڅو کوم ځای نه دی نیولی او پاکستان بیا هم په پخواني رول کې دی.

Addthis

 




مل پاڼې