چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نیویارک ټایمز: د افغان هوايي ځواک د روزنې او تجهیز چارې ټکنۍ مخ ته روانې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 07:25

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د هوايي ځواک په اړه یو مطلب کې لیکي چې د امریکا له خوا د افغان هوايي ځواک په پښو درېدو ته اوږده لار په مخ کې ده. امریکا غواړي افغان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک ډوله چورلکې ورکړي چې څو ډوله دندې تر سره کولی شي او دا چورلکې به د روسي هغو ځای ونیسي. خو ورځپاڼه وايي د دغې طرحې عملي کول وخت غواړي او اوږدې مودې ته اړتیا ده چې د دغو چورلکو اغېز د جګړې په ډګر کې ولیدل شي. بله ستونزه د ورځپاڼې په وینا د افغان پيلوټانو روزنه ده چې په هرو درې میاشتو کې شپږ تنه روزل کیږي. ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له قوله وايي چې په پام کې ده تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان پیلوټانو ۳۲ ګروپه دندې اجرا کولو ته چمتو شي او د پلان له مخې به ټول ۱۵۹ ګروپونه تر ۲۰۲۲ کال پورې عملي کار پیل کړي. ورځپاڼه وايي، دا چاره ټکنۍ مخ ته روانه ده خو د جګړې قوماندانان وايي چورلکو ته د جګړې په میدان کې اړتیا ډېره ده چې د یاغیانو بریدونه په شا وتمبول شي.

Addthis

 




مل پاڼې