چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ولسمشر غني او عبدالله د ایران او عراق له زلزلې ځپلو سره خواخوږي کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 09:42

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدلله په ایران او عراق کې د زلزلې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده. له ارګ او اجراییه ریاسته په جلا جلا خپرو شویو خبر پاڼو کې راغلي، د افغانستان خلک د ایران او عراق له خلکو سره په دغه غم کې ځانونه شریک بولي او د ډاډ ګېرنې مراتب ورته وړاندې کوي. شهیدانو ته یې جنت او ټپیانو ته یې دعاجلې شفا غوښتنه کوي. یوې قوي زلزلې د ایران ګڼ ښارونه لړزولي دي او سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د ایراني رسنیو د راپور له مخې تر دې دمه په دغه زلزله کې تر ۳۳۵ پورې کسان وژل شوي او تر ۵۶۶۰ ډېر نور ټپیان دي. کېدای شي د پېښې د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي. ویل کېږي دا د ایران په تاریخ کې تر ټولو ځواکمنه زلزله وه.

Addthis

 




مل پاڼې