چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



کابل تر ژمي وړاندې د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 03:46

د ژمي په موسم کې پر کابل ښاريانو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه له پخوا موجوده وه، خو اوس چې لا ژمی لرې هم دی د برېښنا پرچاوۍ پيل شوې دي. دا پرچاوۍ ښاریانو ته د ولسمشر غني هغه ژمنه ور یادوي چې ویلي یې وو، په دوه کلونو کې به د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول هواره کړي.

ده ويلي وو، په يوه کال کې به دومره برېښنا توليد کړي، چې په تېرو سلو کلونو کې نه وي توليد شوې.

د اقتصادي چارو يو شمېر شنونکي بیا وايي، په لنډ وخت کې د هغو طرحو عملي کول، چې ولسمشر د برېښنا د تولید په اړه وړاندې کولې له لومړي سره ناشونی کار و، نو ځکه د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه د هوارېدو پر ځای لا ډېره جدي شوه.

ولسمشر غني کال وړاندې د سلما بند د پرانیستې او بیا له بیات شرکت سره د شبرغان غازو د برېښنا د تولید پروژې د قرارداد پر مهال وویل، چې په یوه کال کې به د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل او افغانستان به له خپلې کورنۍ برېښنا ګټه اخېستنه پيل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه صبغت الله ساپی وايي، د ولسمشر غني دا ژمنه له پيله غير عملي وه.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، په کور د ننه د برېښنا د تولید لپاره ډېر کار ته اړتیا ده چې لا هم نه دی شوی.

ساپی وايي، د دې لپاره چې افغانستان ژر تر ژره په کور د ننه برېښنا توليد کړي، باید د هغو شرکتونو له کړنو هم جدي څارنه وشي، چې د برېښنا بندونو جوړولو قراردادونه ورسره شوي.

د کابل د پنځمې ناحیې د کمپنۍ سيمې یو اوسېدونکی محمد زاهد وايي، له تېرو دوه اونیو راهېسې په ۲۴ ساعتونو کې په نوبتي ډول اته یا اووه ساعته برېښنا لري.

هغه وايي:

«ژمی لا نه دی راغلی برېښنا مو په نوبت شوې، یوه شپه وي یوه شپه نه وي د ورځې بیا هره ورځ نه وي».

د کابل په زړه، نوي ښار سيمه کې هم د برېښنا ستونزه اوس تر بل هر وخت جدي شوې او د دې سيمې اوسيدونکي په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ساعته هم برېښنا نه لري.

د محمد اسماعیل په نوم د یوه خصوصي دفتر کارکوونکي مسیر ورځپاڼې ته وویل:

«زموږ په دفتر کې نیمايي ورځ برېښنا نه وي، بیا چې نیمه ورځ راشي تر څو ساعته وروسته بېرته ځي او بیا نیمه شپه راځي».

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي، چې د ژمي په موسم کې د تاجکستان له لوري د برېښنا پرچاوي، د خلکو له لوري د برېښنا لوړ مصرف او ولایتونو ته د برېښنا ورکول هغه عوامل دي، چې د پلازمېنې پر بریښنا اغېز کوي.

توحیدي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د منځمهالو پلانونو پر بنسټ، افغانستان ښايي تر دوه نيمو نورو کلونو پورې په کور د ننه د خپلې اړتيا وړ برېښنا د توليد جوګه شي، خو تر هغې وړاندې به د برېښنا کچه د اوس هومره وي.

د هغه په خبره دا مهال له ازبکستان شاوخوا ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا واردېږي، چې شاوخوا ۲۶۰ میګاواټه یې کابل ته راځي او ۴۰ مېګاواټه مزارشریف، بغلان او پروان ولایتونو ته ورکول کیږي.

د توحیدي په وینا دوی په کابل کې د ليندۍ له لومړۍ نېټې د ۱۴۰ مېګاواټه ډیزلي برېښنا تولید پیلوي، چې د مازیګر له پنځو بيا د شپې تر نهو بجو پورې به ښاریانو ته ورکول کیږي. توحيدي وايي، داسې به د برېښنا د پرچاوۍ کچه راټيټه کړي.

 

Addthis

 




مل پاڼې