چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستان او ایران وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 04:05

په اسلام اباد کې د پاکستان د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز له لوري په جوړه شوې غونډه کې د پاکستان او ایران پخوانیو او اوسنیو حکومتي چاوراکو ویلي، چې دوی په افغانستان کې د ثبات او سولې غوښتونکي دي. ایراني استازي سعدالله زارعي ویلي چې ایران او پاکستان په ګډه هڅه کوي د سیمې د امنیت لپاره له افغانستان سره د سولې په راوستو کې هڅه وکړي. ایراني استازي دا هم ویلي، چې ایران تل د هند پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کړی دی او له عربستان سره د پاکستان دوستي د ایران په غوښتنه نه تر سره کېږي. دده په وینا پاکستان کولی شي له هر چا سره ملګری شي، خو ایران ته تر ټولو نږدې ملګری دی. د زارعي په خبره، چین، روسیه، پاکستان او ایران ټول په یوه خوله په افغانستان کې د ثبات او امنیت غوښتونکي دي.

Addthis

 




مل پاڼې