چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله خلکو خپل کورونه پرې اېښي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 06:14

د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د مرمیو ویشتلو لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي او خوندي سیمو ته یې کډې کړې دي. د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې د کونړ پر دانګام، خاص کونړ، اسمار، شلتن او مرورې ولسوالۍ غرنیو سیمو باندې له پاکستاني لوري شاوخوا دوه نیم سوه توپونه ویشتل شوي، چې له امله یې تر اوسه تر څلوېښتو کورنیو خپل کورونه پرې اېښي دي. هغه وايي له پرون راهیسې په راویشتل شویو مرمیو کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي. سیمه ییز خلک وايي حکومت دې ددغه ‌‌‌‌‌‌ډول بریدونو په مخنوي کې اقدام وکړي. وړمه ورځ هم پر یو شمېر ولسوالیو دغه ‌‌‌‌‌‌ډول مرمۍ توغېدلې وې چې یو ملکي وګړی یې زخمي کړی و.

Addthis

 




مل پاڼې