چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د افغانستان په اړه د ریکا اووم کنفرانس پيل شوی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 06:55

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (ریکا) اووم کانفرانس نن د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پيل شو. په دې کانفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو او ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو او چارواکو ګډون کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې د دې کانفرانس په لومړۍ ورځ درې جلا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په وړاندې د خنډونو ارزول به د لومړۍ غونډې موضوع وي. دویمه مهمه غونډه چې افغان چارواکي یې د ریکا په تاریخ کې نوې پيښه ګڼي د سیمې په کچه د سوداګرۍ په ډګر کی د ښځو د وړتیا د لوړولو په اړه مهمه ګڼل کېږي. د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني چې پرون عشق اباد ته رسیدلې دې غونډې ته وینا کوي. د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چی ټاکل شوې سبا د دې کانفرانس په دویمه ورځ د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې مهمې پریکړې اعلان شي. تراوسه د دغو پریکړو جزییات نه دي خپاره شوي خو افغان چارواکي وایي د نننیو بحثونو او خبرو اترو په پام کې نیولو سره، ښايي سبا ځینی داسې تړونونه لاسلیک شي چې په نتیجه کې به یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریز اړیکي تر پخوا اسانې او پراخې شي. ریکا له ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې او نورې سیمه ییزې پروژې پلي کېدل هم غواړي.

Addthis

 




مل پاڼې