چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکا او ناټو خپلمنځي اختلافات پر افغان جګړه منفي اغېز کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
چهارشنبه 24 لړم 1396 ساعت 04:17

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د ماموريت د څرنګوالي پر سر ان له ۲۰۱۴ کال راهیسي د ناټو او امریکا تر منځ د اختلافونو د شتون خبره کيږي، خو اوس په افغان جګړه کې د بهرنیو ځواکونو د مخامخ ښکېلتيا په اړه د دغو متحدينو نظريات په بشپړ ډول سره وېشل شوي دي.

افغان پوځي شنونکي وايي، د ناټو او امریکا وروستي دریځونه سره لرې دي چې په وينا يې پر افغان جګړې به هم منفي اغېز وکړي.

شنونکي وايي، د ناټو ځينې غړي هېوادونه په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه پوښتنې لري، یا د امریکا له موخو سره همغږي نه دي، نو ځکه نه غواړي چې خپل سرتېري مخامخ په افغان جګړه کې ښکېل کړي.

د دوی په نظر، امریکا بیا موخو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې د خپلو سرتېرو تر څنګ د ناټو د غړو هېوادونو سرتېري هم مخامخ د افغانستان په جګړه کې ښکېل کړي.

د ناټو سرمنشي په هر خبري کنفرانس او ناسته کې دا خبره کوي، چې افغانستان ته د ناټو استول کېدونکي تازه دمي سرتېري به یوازې د افغان ځواکونو د روزونې او هغوی ته د مشورې ورکولو رول ولري، خو امریکا بیا پرېکړه کړې، چې سرتېري یې دې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېږي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالولي وهاب وايي، په متحدو ايالتونو کې واک ته د ټرمپ له رسېدو سره سم د امریکا او اروپايي ټولنې، امریکا او ناټو او ځېنو نورو هېوادونو او بنسټونو تر منځ درزونه رامنځته شول.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې امریکا او ناټو دواړه په مشترک ډول په افغان جګړه کې ښکېل دي، د دوی تر منځ واټن پر افغان جګړې منفي اغېز کوي او د جګړې اوږدېدو ته لاره هواروي.

وهاب مسیر ورځپاڼې ته وویل:

«که د جګړې په یو اړخ کې اختلاف رامنځته کیږي، مانا یې دا ده چې په یوه کال کې پای ته رسېدونکي جګړه به دوو کلونو ته غځېږي».

دی وايي، د جرمني په څېر د ناټو ځينې مهم غړي په افغانستان او سیمه کې د امریکا د ماموریت په اړه ځينې پوښتنې لري او یا دا چې په افغانستان کې د امریکا له موخو سره جوړ نه دي.

په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په وروستۍ ناسته کې هم له افغانستان سره د مرستو په اړه سخت شرطونه اېښودل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې کابل کې د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي وویل، د ناټو غړو هېوادونو ترې ژمنه اخيستې چې د مرستو په بدل کې به یې افغان حکومت له فساد سره رښتينې مبارزه کوي او په حکومت کې به اصلاحات راولي.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د امریکا او ناټو تر منځ نظریاتي اختلاف نه د هغوی لپاره ښې پایلې لري او نه هم د افغانستان لپاره.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، ښايي د ناټو له ځينو غړو سره هم د سیمې هېوادونو ته ورته اندېښنه موجوده وي، دا چې امریکا د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې د جګړې غځول غواړي.

د طاقت په خبره، ښايي د ناټو غړي هېوادونه له همدې امله په مخامخ جګړه کې له ښکېلېدو ډډه کوي.

دی وایي، هغه بریدونه چې په تېرو دوو کلونو کې په اروپايي هېوادونو کې وشول یوازې ددې لپاره وو، چې د ناټو غړي مجبور شي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا تر څنګ ودریږي. د نوموړي په خبره، د دې درېدو لپاره یو ادرس افغانستان دی.

د ملي دفاع وزارت  ویاند جنرال دولت وزیري بیا وايي، چې دوی ته امریکا او ناټو یو شان مرسته ورکوي او په ټولو چارو کې ورسره همغږي دي.

Addthis

 




مل پاڼې