چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ټاکنو کمېسیون پنځه غړي غواړي چې د دغه کمېسیون رییس ګوښه شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 24 لړم 1396 ساعت 04:28

رسنيو ته رسېدلي اسناد ښيي چې د ټاکنو کمیسیون پنځو کمیشنرانو عبدالبدیع صیاد، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، معاذالله دولتي او عبدالقادر قریشي د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه د دغه کمیسیون د رییس نجیب الله احمدزي کړنې څېړلې دي او په وینا یې نوموړی کم کاره بللی دی. اسناد ښيي، چې نجیب الله احمدزي له خپلو صلاحیتونو سمه استفاده نه ده کړې او پر دغه څوکۍ د هغه پاتې کېدل په ټاکنو کې د ستونزو لامل ګرځي او د ملي ګټو خلاف یې ددغه کمیسیون د مصوبو له مخې کم کار کړی دی. د دغه کميشنرانو په وینا د نجیب الله احمدزي د دندې دوام د کمیسیون د کارونو د پڅېدو لامل شوی دی او باید له دندې ګوښه کړل شي. سندونه ښيي، چې د نجیب الله احمدزي په موجودیت کې کمیشنرانو دغه پرېکړه کړې ده او اړوند سند يې لاسليک کړی دئ.خو د احمدزي او د دغه کمیسیون د کمېشنر رفیع الله بېدار لاسلیک پر دغه سند نه لیدل کېږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

Addthis

 




مل پاڼې