چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستانی سفیر امریکايي سناتورانو ته وايي، چې افغانستان د ترهګرو ځاله دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 24 لړم 1396 ساعت 04:32

په امریکا کې د پاکستان سفیر هڅه کوي وښيي چې د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي. په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري په دې وروستیو کې له امریکايي سناتورانو سره لیدل پيل کړي دي او دوی ته وايي چې په هېواد کې یې له افغان خاورې ترهګریز بریدونه کېږي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پرون سفیر چودري له امریکايي سناتور جک ریډ سره کتلي دي او هغه ته یې ویلي، چې افغان حکومت پر خپله ټوله خاوره حاکمیت نه لري، نو ځکه په ځينو برخو کې ترهګرو مرکزونه جوړ کړي او په پاکستان کې بریدونه کوي. نوموړي دا هم ویلي، چې پاکستان له امریکا سره د افغان سولې په اړه مرستې ته تیار دی او اسلام اباد هڅه کوي چې سیمې ته سوله او ثبات راشي. نوموړي په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړې دي چې افغان حکومت تل دغه هېواد د ترهګرو ستر ملاتړی بللی دی او د امریکا په ګډون د ناټو ګڼ غړي هېوادونه په دې باور دي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او په پاکستان کې له مېشتو مرکزونو په سیمه کې د جګړو رهبري مخ ته وړي او سیمه نا امنه کوي.

Addthis

 




مل پاڼې