دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



فساد او مدیریتي کمزوریو د افغان پوځ ليکو ته د سرتېرو جلب او جذب کم کړی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 30 لړم 1396 ساعت 03:40

د افغان ځواکونو، په ځانګړي ډول د ملي پوځ، لیکو ته د سرتېرو د جلب او جذب کمېدو د افغان ځواکونو د راتلونکې په اړه پوښتنې او اندېښنې زیاتې کړې دي.

تازه نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله لږو کسانو د پوځ لیکو ته د ورتګ لپاره نوملیکنه کړې، په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه تر نورو کلونو څو چنده لوړه شوې ده.

ورځپاڼې د جلب او جذب د ملي مرکز د مشر جنرال محمد ابراهیم له قوله ویلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې ۴۲ زرو، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۷ زرو او د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي ۱۳ زرو کسانو د پوځ لیکو ته د ورتګ لپاره نومونه ثبت کړي دي.

پوځي شنونکي وايي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد، مدیریتي ستونزې، پر وخت د اکمالاتو نشتوالی او د عمل پر ځای خبرې هغه عوامل دي، چې له امله یې نوي ځوانان د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، په افغان امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول پوځ، کې د مدیریت ستونزه تر بل هر وخت جدي ده او د پوځ مسوولین نه پوهیږي، خپلو سرتېرو ته څه ډول روحیه ورکړي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، کله چې د مدیریت د ستونزې او فساد له امله افغان پوځیان په ډله ییز ډول وژل کیږي نو څنګه به نوي کسان زړه ښه کړي، چې د پوځ لیکو ته ورشي؟

د ده په وینا په هلمند کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري په وږي نس او څو مرمیو د څو ورځو لپاره جنګیږي؛ خو د همدې سرتېرو په نوم اخیستل شوي امتیازات په پلازمېنه یا د ولایتونو په مرکزونو کې حیف او میل کیږي.

یوه نیمه اونۍ وړاندې د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې سږ کال د پوځیانو مرګ ژوبله په کم سارې توګه لوړه شوې ده.

بهرامي وویل، د افغان ځواکونو مرګ ژوبله د مخالفینو د جنګي تکتیک د تغیر له امله لوړه شوې ده.

سیاسي کارپوه یوسف امین ځاځی وایي، افغان چارواکي یوازې په خوله د سرتېرو د ملاتړ نارې وهي او په عمل کې یې په دې برخه کې هېڅ ګام نه دی اخیستی.

ځاځي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د افغان ځواکونو مرګ ژوبله او د هغوی د جلب او جذب کمېدل د امنیتي ځواکونو د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې پيدا کوي.

د هغه په وینا افغان حکومت هره ورځ د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو په قراردادونو کې د سپما خبره کوي؛ خو د دې سپما په اړه نه وضاحت شته او نه یې د فساد مخه هغه ډول نیولې چې اړتیا ده.

دی وایي، په امنیتي سکتور کې د سرپرستیو دوام هم هغه ستونزه ده چې له امله یې خلک پر امنیتي سکتور بې باوره شوي دي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې لوی شمېر کسان له دې امله د پوځ لیکو ته د ورتګ زړه نه ښه کوي، چې کورنۍ یې د مخالفینو له لوري ګواښل کیږي؛ خو یوسف امین ځاځی وایي، چې د پوځ د وژل شویو کسانو کورنیو ته د حکومت نه پاملرنه هم د یوه مهم فکتور په توګه د جلب او جذب پر پروسه اغېز لري.

میاشت وړاندې د امنیتي سکتور مسوولین ولسي جرګې استجواب کړي وو او په دغه غونډه کې هغوی ویلي وو، چې هره ورځ د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ منسوبين وژل کیږي.

Addthis

 




مل پاڼې