دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د چین استازی: د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه درې اړخیزه غونډه جوړوو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 13 ليندی 1396 ساعت 08:50

چین غواړي یو ځل بیا د افغانستان د ثبات لپاره درې اړخیزه غونډه جوړه کړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د چین د ولسمشر ځانګړي استازي دینګ شيجون نن له ولسمشر غني سره کتلي او پرې بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. د چین استازي ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې، امنیت، ثبات او اقتصادي ودې لپاره هڅه کړې ده او خپلو دغو هڅو ته به ادامه ورکوي. استازي ویلي چې چین به د افغانستان د ثبات په موخه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه جوړوي او په دې غونډه کې به د افغانستان، پاکستان او چین استازي ګډون کوي. نوموړي په دغه غونډه کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه ورکړې ده. ولسمشر غني هم د چین له استازي مننه کړې چې تل یې د افغانستان په پرمختګ او وده کې مرسته کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې چین له افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي. ولسمشر همدا راز درې اړخیزه غونډه ګټوره بللې ده او په وینا یې افغان استازی به هم په دغه غونډه کې ګډون کوي. ولسمشر زیاته کړې، د هر هغه اقدام هر کلی کوي چې په سیمه کې د ثبات سبب ګرځي.

Addthis

 




مل پاڼې