دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



۱۱وزیرانو له ولسي جرګې څخه د باور رایې تر لاسه کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 13 ليندی 1396 ساعت 10:45

د افغانستان ولسي جرګې نن د ۱۲ وزارتونو لپاره کاندید وزیرانو ته رایې ورکړې. د ولسي جرګې ننی نصاب ۲۲۳ تنه و او د کاندیدانو د کامیابۍ رایې ۱۱۵وې. ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام سره د حکومت له لوري د معرفي شوي ۱۲ کاندید وزیرانو څخه ۱۱تنه تایید کړل، خو نرګس نهان ونه توانيده چې د کانونو د وزيرې په توګه د تایید رایه تر لاسه کړي. دغه کاندیدان د ولسمشر د دویم مرستیال له لوري ولسي جرګې ته معرفي شوي او خپل کاري پرواګرامونه یې ولسي جرګې ته تشریح کړي و. شهزاد ګل اریوبي له ولسي جرګې څخه د ۱۱۵ مثبتو رايو په تر لاسه کېدو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژیۍ د وزير په توګه، مصطفی مستور د ۱۵۵ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د اقتصاد د وزير په توګه، ګل اغا شيرزی د ۱۵۸ مثبتو رايو په تر لاسه کيدو سره د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزير په توګه، طارق شاه بهرامي د ۱۴۱مثبتو رايو په اخيستو سر د ملي دفاع د وزير په توګه، نصير احمد دورانی د۱۴۴ مثبتو رايو په اخيستو سره د کرنې او مالدارۍ د وزير په توګه، مجيب الرحمن کريمي د ۱۲۹ مثبتو رايو په تر لاسه کيدو سره د کليو د بيا رغونې د وزير په توګه، ويس احمد برمک د ۱۷۲مثبتو رايو په اخيستو سره د کورنيو چارو د وزير په توګه، حميد طهماسي د ۱۴۹مثبتو رايو په اخيستو سره د ترانسپورت د وزير په توګه ،نجيب الله خواجه عمري د ۱۲۴مثبتو رايو په اخيستو سره د لوړو زده کړو د وزير په توګه، فيض الله ذکي د ۱۲۶ مثبتو رايو په اخيستو سره د کار او ټولنيزو چارو وزيراو يما ياري د ۱۵۶مثبتو رايو په اخيستو سره د فواييد عامې د وزير په توګه وټاکل شول، خو نرګس نهان د ۱۰۷ مثبتو رايو په اخيستو سره ونه توانيده چې د کانونو د وزيرې په توګه وټاکل شي او د ولسي جرګې باور تر لاسه کړي. د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دغې جرګې د غړیو له لوري د کاندید وزیرانو تر منلو وروسته په عمومي غونډه کې وویل، د باور رایې اخیستو لپاره له معرفي شویو ۱۲ کاندید وزیرانو څخه د ولسي جرګې له لورې ۱۱تنه تایید شول. په دې سره لا د ملي وحدت حکومت کابینه نیمګړې ده او څلور وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

Addthis

 




مل پاڼې