دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ولسي جرګې له نرګس نهان پرته ټولو نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 14 ليندی 1396 ساعت 03:36

ولسي جرګې د حکومت له لوري ورپېژندل شويو يوولسو نوماند وزيرانو ته د باور رايې ورکړې خو د کانونو او پېټروليم وزارت ته نوماندې مېرمن نرګس نهان د وکيلانو باور تر لاسه نه کړ.

دغه نوماند وزيران د ليندۍ په ٤ مه نېټه د باور رايې اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي وو او روانه اونۍ يې خپل کاري پروګرامونه هم د جرګې په عمومي غونډو کې تشرېح کړل.

ولسي جرګې پرون دغو نوماند وزيرانو ته د رايو صندوقونه کېښودل چې په پايله کې يې له يوې نوماند وزيرې پرته د کابېنې ټولو نوماند وزيرانو د باور رايې واخيستې.

د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې د جرګې ٢٢٥ غړي حاضر وو چې په دې توګه هر نوماند وزير د برياليتوب لپاره ١١٣ تاييدي رايو ته اړتیا درلوده.

د نوماند وزيرانو له ډلې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لپاره شهزاد ګل اريوبي د ١١٥، د اقتصاد وزارت لپاره مصطفى مستور د ١٥٥، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لپاره محمد شفيق ګل اغا شېرزي د ۱۵۸، د ملي دفاع وزارت لپاره طارق شاه بهرامي د ١٤١، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لپاره نصيراحمد دراني د ١٤٤، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت لپاره مجيب الرحمن کريمي د ١٢٩، د کورنيو چارو وزارت لپاره ويس احمد برمک د ١٧٣، د ترانسپورټ وزارت لپاره محمد حميد طهماسي د ١٤٩، د لوړو زده کړو وزارت لپاره پوهنمل ډاکتر نجيب الله خواجه عمري د ١٢٤، د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت لپاره فيض الله ذکي د ١٢٦ او د ټولګټو چارو وزارت لپاره يما ياري د ١٥٦ تاييدي رايو په اخيستلو سره وتوانېدل چې د ولسي جرګې باور خپل کړي.

له دې ډلې د کانونو او پېټروليم وزارت لپاره نومانده نرګس نهان د ١٠٧ تاييدي رايو په ترلاسه کولو سره يوازېنۍ نوماند وزيره وه چې ولسي جرګې پرې باور ونه کړ.

هغه وزارتونه چې پرون ورته د ولسي جرګې له لوري وزيران وټاکل شول، له ډېرې مودې راهيسې په داسې حال کې د سرپرستانو له لوري اداره کېدل چې د سرپرستيو د قانون له مخې هېڅ هېڅوک تر دوو مياشتو ډېر د وزارت د سرپرست په توګه دندې ته دوام نه شي ورکولی.

د چارو شنونکي، د هېواد وضعيت او شرايطو ته په کتو نوماند وزيرانو ته د ولسي جرګې له لوري د باور رايې ورکولو پرېکړه ستايي، خو ټينګار کوي چې حکومت بايد قانون پر ټولو يو شان پلی کړي او د پاتې څلورو وزارتونو لپاره نوماند وزيران هم ژر تر ژره ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني.

د يادونې وړ ده چې د بهرنيو چارو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونه وار له مخې د سرپرستانو له لوري اداره کيږي او د کانونو او پېټروليم وزارت نومانده چې د دغه وزارت سرپرستي هم کوي پرون د ولسي جرګې له لوري رد شوه.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي له حکومت وغوښتل چې د پاتې څلورو سرپرست وزيرانو پر ځای نوې څېرې ور وپېژني او په دې توګه په کابينه کې شته سرپرستۍ ختمې کړي.

ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسي جرګې پرونۍ پرېکړه چې نوماند وزيرانو ته يې د باور رايه ورکړه ستايلې؛ خو په دې اړه يې څه نه دي ويلي چې د پاتې څلورو وزارتونو لپاره به نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور معرفي کړي او کنه.

Addthis

 




مل پاڼې