دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



عباسي: هېڅوک د پاکستان په اندازه په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نه دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 14 ليندی 1396 ساعت 03:53

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی. نوموړي په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر په هغه هېواد کې حضور درلود، خبریالانو ته ویلي، چې هېڅوک د پاکستان په اندازه په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نه دي. دده په وینا د افغانستان سوله د سیمې او پاکستان په ګټه ده نو له همدې امله په دې برخه کې ډېره هڅه کوي. عباسي همدا راز له متیز سره هم په خبرو کې ویلي، چې پاکستان او امریکا په افغانستان کې ګډ هدف لري او هغه افغانستان ته سوله راوستل دي. دده په وینا امریکا او پاکستان په ګډه کولی شي دغه هدف ته ځان ورسوي.

Addthis

 




مل پاڼې