دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغانستان او ازبکستان د همکاريو ۲۱ تړونونه لاسليک کړل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 03:51

ولسمشر محمداشرف غني وايي، ۲۰۱۸ زېږديز کال به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو له پلوه مهم کال وي.

ولسمشر غني پرون د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيایف سره په تاشکند کې د يو ګډ خبري کنفرانس پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړيکې مهمې وبللې او په ۲۰۱۸ زېږديز کال کې یې د دې اړيکو پر لا پراختيا او د افغانستان – ازبکستان د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

ولسمشر زیاته کړه:

«زما وړاندیز دا دی چې ۲۰۱۸ زېږديز کال دې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاريو لپاره ډېر مهم او عملي کال وي، افغانستان غواړي چې ازبکستان يې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې يو مهم ملګری او همکار وي».

په دغه ناسته کې افغان چارواکو له ازبکستاني مقاماتو سره د سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت، اقتصاد، ګمرکونو، روغتیا، لوړو زده کړو او يو شمېر نورو برخو کې د همکاریو ۲۱ تړنونونه هم لاسلیک کړل.

له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي وو چې ولسمشر به ازبکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره په بېلا بېلو برخو کې ۲۱ تړونونه لاسلیک کړي.

ولسمشر د دوشنبې په ماښام ازبکستان ته ولاړ او ټاکل شوې چې د بخارا په پوهنتون کې، ډیپلوماټانو او د هغه پوهنتون استادانو او محصلینو ته وینا هم وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تاشکند ته د افغان ولسمشر دغه سفر تاریخي وباله او په بېلا بېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او همکارۍ ټينګار وکړ.

میرضاییف زیاته کړه:

«دغه سفر موږ ته تاریخي اهمیت لري، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې چې له دې لارې د د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې لا پراخې شي».

د راپورونو له مخې، اوسمهال د افغانستان او ازبکستان تر منځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳۵۰ میلیونه ډالره ده چې هڅه کيږي يو ميليارد ډالرو ته ورسول شي.

Addthis

 




مل پاڼې