دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



عبدالله عبدالله: د سیمې هېوادونه دې د ترهګرۍ ضد مبارزه رښتینې کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 04:16

اجراييه رييس وايي چې د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه و کړي او په سیمه کې دې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي. اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې کابل ته د راغلې پاکستاني خبریالانو له ډلې سره د ليدنې پرمهال وکړې. په دې ناسته کې چې پرون په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، اجراييه رييس له پاکستاني خبريالانو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، له ترهګرۍ سره په مبارزې، د افغانستان او سیمې په وروستیو تحولاتو او ګډو ګواښونو خبرې وکړې. عبدالله همدار راز وویل، له پاکستان سره یې په اړیکو کې تل نیک نیت ښودلی او دوی اوس هم چمتو دي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري. هغه ترهګري د ټولو هېوادونو او سیمې په زیان وبلله. اجراييه رييس په سیمه کې په شته اقتصادي فرصتونو هم رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه دې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه و کړي او په سیمه کې دې له شته اقتصادي فرصتونو څخه ګټه واخلي.

Addthis

 




مل پاڼې