دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



وزیري: نوي رامنځته کېدونکي منطقوي ځواکونه له سیمه ییزو پولیسو سره توپیر لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 12:55

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دې وزارت له خوا چې کوم منطقوي ځواکونه رامنځته کېږي له سیمه ییزو پولیسو سره توپیر لري. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د دې ځواکونو په چوکاټ کې به هغه کسان دندې اجرا کوي چې په ملي اردو کې یې خدمت کړی او له دوی څخه یې ترخیصونه اخیستي دي. وزیري وایي، محلي قوماندانان او سیمه ییز زورواکي د دغه ځواکونو په استخدام کې د لاسوهنې توان نه لري ځکه په خبره یې د یادو ځواکونو قوماندانان به د ملي اردو برحاله افسران وي. د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د منطقوي ځواکونو طرحه ولسمشر محمد اشرف غني هم تائید کړې ده. د دې وزارت مسؤلین وايي، منطقوي ځواکونه چې شمېر به يې له شلو زرو زیات وي د ملي اردو د سرتېرو په څېر به له تجهیزاتو او وسایلو برخمن وي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بیا وايي، یاد ځواکونه به هغه سیمې ساتي چې د ملي اردو له لورې له مخالفیونو نیول کېږي او یاهم تصفیه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې منطقوي ځواکونو ته ورته سیمه ییز پولیس چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوي د چال چلند په اړه يې انتقادونه موجود دي. خو دفاع وزارت وايي چې د منطقوي ځواک استخدام، سمبالنه او فعالیت له سیمه ییزو پولیسو سره ډېر توپیر لري.

Addthis

 




مل پاڼې