دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ننګرهار کې د داعش ډلې ۲۵ جنګیالي وژل شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 12:55

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش ډلې ۲۵ غړي وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې، په ياد بريد کې د دې ډلې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وایي، چې پرون له غرمې وروسته بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په مرسته د اچين ولسوالۍ اړوند د مامند درې په شين چوبي سيمه کې د داعش پر يو پټنځای بريد کړی. دی وايي، په دغه بريد کې د داعش ډلې ۲۵ وسله وال وژل شوي چې په ډله کې يې يو شمېر مهم کسان هم شته خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل. د مشرقيوال د معلوماتو پر بنسټ، په دغه بريد کې د داعش ډلې يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي. د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته زيان نه دی اوښتی. داعش وسله والو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

Addthis

 




مل پاڼې