افغانستان http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan Sun, 24 Sep 2017 15:36:46 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir عبدالله عبدالله: رڼې ټاکنې امنیتې وضعیت بدلولی شي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14048-2017-09-24-10-49-04 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14048-2017-09-24-10-49-04 رڼې او ولس ته منلې ټاکنې پر سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت اغیز لرلی شي. له اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجراییه رییس تېره ورځ د سوېلي اسیا هېوادونو د ټاکنیزو بنسټونو له مسئوولینو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې رڼې او سراسري ټاکنې کولای شي د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت په ټېنګښت کې مثبته اغیزه ولري. عبدالله عبدالله د جنوبي اسیا هیوادنو د ټاکنیزو بنسټونو سره دا ډول ناستې د هیوادنو د اړیکو په پياوړتیا کې هم مهمې یادې کړې دي. په یاده ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نجیب الله احمدزي ویلي، چې دوی به د یادو بنسټونو له تجربو او ظرفیت څخه د افغانستان د ټاکنو د کارونو په سمونه کې ګټه پورته کړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 10:48:34 +0000
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه خبرې کوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14047-2017-09-24-10-48-27 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14047-2017-09-24-10-48-27 د راپورونو له مخې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس به د افغانستان د امنیتي حالت د درې میاشتني راپور په اړه خبرې او بحث ولري. د سرچینې به خبره چې د امنیت په شورا کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو به د ناستې ګډون والو ته په هیواد کې د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په دې وروستیو په جګړو او د نا امنیو په پېښو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندیښنه ښکاره کړې ده.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 10:47:37 +0000
د کابل نننۍ ورځپاڼې: http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14046-2017-09-24-05-07-10 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14046-2017-09-24-05-07-10 مسیر:

ورځپاڼې په خپل لومړني مخ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تازه مرکې په اړه خبر جوړ کړی دی. نوموړي پخپله مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان او امریکا د افغانستان لپاره ګواښ دي. دده په وینا امریکا په سیمه کې د جګړې اوږدول غواړي او د ګڼو ناورینونو تر شا د یادو دواړو هېوادونو لاس دی. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، د کابل ګارنیزیون غواړي تر ۵۰۰ پورې داوطلب ځوانان د محرم ورځې امنیت ته په وسلو سمبال کړي. د ورځپاڼې په وینا که داوطلب ځوانان د امنیت ټینګولو ته په وسلو سمبالېږي نو بیا حکومت څه مانا لري.

هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia) :

ورځپاڼه په خپله سرلیکنه کې وایي، افغانان ځکه د پاکستان پر وړاندې د امریکا پر څرګندونو او تګلاره باور نه کوي، چې امریکا شپاړس کاله ددغه هېواد پر کړنو سترګې پټې کړې وې. ورځپاڼې ته همدا راز شنونکو ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جګړه کوي او دلته خپلې ګټې لري.

۸ صبح:

ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې لیکي، چې د ولسي جرګې او عدلیې وزارت تر منځ د تقنیني اسنادو او رسمي جریدو پر سر ناندرۍ را ولاړې شوې دي. ورځپاڼه په خپله سرلیکنه کې بیا لیکي، چې روسیه او امریکا په افغانستان کې رقابت لري. د لیکوال په خبره روسیې امریکا ته ویلي، چې د افغانستان په برخه کې هغه وخت له امریکا سره همکاري وکړي، چې پر روسیې وضع شوي بندیزونه لرې کړل شي. د ورځپاڼې په باور له دې څرګندونو ښکاري چې دلته رقابت روان دی او جګړې ځکه اوږدې شوې دي.

ویسا:

ورځپاڼې ته په یوه خبر کې شنونکو ویلي، چې افغان حکومت او امریکا په امنیتي بنسټونو کې مافیايي کړیو ته د فساد زمینه برابره کړې ده. ورځپاڼه په سرلیکنه کې وایي، چې حکومتي مشران او د ملي شورا غړي د حکومت په راتلونکي برخلیک کې ملامت دي. د ورځپاڼې په باور امریکا دلته د خطرناکې جګړې پالیسي لري خو دوی د فساد او خپلمنځیو اختلافونو له امله ددغه هېواد پر وړاندې هېڅ غږ نه اوچتوي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 05:05:21 +0000
تر ۲ زره ډېر امریکايي عسکر افغانستان ته را روانېږي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14043-2017-09-24-04-08-43 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14043-2017-09-24-04-08-43 د راپورونو له مخې د شمالي کارولینا له فورت برګ نظامي اډې ۲۲۰۰ عسکرو افغانستان ته د راتګ تیاری نیولی دی. دغه عسکر به د امریکا د نوې تګلارې پر بنسټ افغانستان ته را لېږل کېږي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې به ونډه اخلي. د اسوشټيډ پریس د راپور له مخې یاد ۲۲۰۰ عسکر به په افغانستان کې له هغو ۱۵۰۰ عسکرو سره یو ځای کېږي چې روان کال افغانستان ته را لېږل شوي دي. په فورت برګ نظامي اډه کې روزل شوي عسکر تر ډېره د امریکايي ځواکونو د امنیت، د افغان ځواکونو د روزنې او هوايي ملاتړ په ماموریت کې په مهارتونو سمبال شوي دي. د فورت برګ نظامي اډې عسکر تر ډېره له امریکا بهر فعالیتونه کوي چې همدا یوه اوونۍ وړاندې یې هم یوه ډله عسکر له عراقه بېرته خپلې اډې ته ورستانه شول. دغه عسکر به ۹ میاشتې په افغانستان کې ماموریت تر سره کوي او بیا به په دوره يي توګه بدلېږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 04:08:11 +0000
پاکستانی سفیر: د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14042-2017-09-24-04-08-05 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14042-2017-09-24-04-08-05

د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، چې د پاکستان اوسنی لومړی وزیر به دغه هېواد منزوي کړي، ځکه د هغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان په ګټه نه وي. د حقاني په وینا د طالبانو، حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو مرکزونه لا هم په پاکستان کې دي او له دې ځایه په ګاونډیو هېوادونو کې ستونزې جوړوي. هغه زیاته کړې چې دغه بهیر د پاکستان په ګټه نه دی او د پاکستان حکومت ته په کار ده، چې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي. حقاني د سیمې د هېوادونو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر ځينې څرګندونې هم رد کړې، چې ګواکي د پاکستان په خاوره کې لاسوهنه کوي. دده په وینا پاکستان سخت درېځې پالي او په خپله خاوره کې یې ځالې ورکړې دي. نو ښه به وي، چې ددوی پر وړاندې اقدام وکړي. حقاني ویلي، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نو پاکستان به په نړیواله کچه منزوي شي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 04:07:14 +0000
څلور نورې بلک هاک چورلکې هم افغانستان ته را رسېدلې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14041-2017-09-24-04-06-51 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14041-2017-09-24-04-06-51 د افغانستان دفاع وزارت وايي، څلور نورې بلک هاک چورلکې افغانستان ته را رسېدلي چې ژر به رسماً افغان هوايي ځواکونو ته وسپارل شي. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ویلي، د نوو چورلکو په را رسېدو سره تعلیمي الوتنې پیل شوې دي او دغه الوتکې به د اکتوبر په اوومه نیټه افغان ځواکونو ته وسپارل شي. افغان ځواکونو ته د بلک هاک چورلکو ورکړه د افغانستان هوايي ځواک د پياوړتيا تگلارې برخه ده. ښاغلى وزيري وايي، له دغو چورلکو به په هوایي عملیاتو کې د اړتیا پر مهال ګټه واخيستل شي. څو ورځې وړاندې د ناټو په مشرۍ پرېکنده ملاتړ ځواکونو، لومړنی بلک هاک چورلکه افغان پوځ ته وسپارله. پوځ ته د امریکايي چورلکو ور کول د دې ځواکونو ترمنځ همغږي زیاتولی شي. په پام کې ده چې امریکايي ځواکونه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک چورلکې افغان حکومت ته ور کړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 04:06:18 +0000
حامد کرزی: امریکا او پاکستان د افغانستان لپاره لوی ګواښ دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14037-2017-09-24-03-56-27 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14037-2017-09-24-03-56-27

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا او پاکستان اوس هم د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی. کرزي چې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې په اړه یې له فارن پالیسۍ مجلې سره خبرې کړې ټینګار کړی چې د امریکا لپاره اوس هم پاکستان تر افغانستان مهم دی او په تېر کې هم دغه زبرځواک تر ډېره یوازې د پاکستان پر ملامتولو بسنه کړې ده.

ښاغلي کرزي زیاته کړې:

"ما ته پخپله د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال جو بایډن وویل، چې پاکستان د افغانستان په نسبت امریکا ته ۵۰ چنده مهم دی"

کرزي پر خپل همېشني دریځ د ټینګار په ترڅ کې ویلي امریکا سره له دې چې پوهېږي د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او دغه هېواد د ترهګرۍ ملاتړ کوي، خو د ترهګرۍ خلاف جګړه یې په افغانستان کې روانه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا پر نوې تګلارې د نیوکې په ترڅ کې ویلي چې دا تګلاره په افغانستان کې د سولې لپاره نه ده " دا تګلاره په افغانستان کې د جګړې د اور لمبې لا پیاوړې کوي".

کرزي په ډاډ ویلي چې امریکایان په افغانستان کې د ستونزې د حل لپاره هېڅ نه کوي او کوم کارونه چې یې کړي، ټول د ستونزو د حل پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول دي.

حامد کرزي د افغانستان جګړه ناپایه بللې او یادونه یې کړې چې افغانان یوازې د دې جګړې د سون توکي دي. نوموړي د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د ټرمپ د نوې تګلارې تر اعلان وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان نه غواړي هېواد یې په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره د جګړو پر ډګر بدل شي.

بلخوا د چارو شنونکي په دې باور دي چې پاکستان په سیمه کې د کړکېچ د دوام په موخه رامنځته شوی او  همېشه يې د  افغانستان پر ضد له بهرنیو سره لاس یو کړی.

د چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت وايي پاکستان د امریکا د واکمنۍ د لمنې د پراختیا په موخه پر طالبانو سربېره د داعش وسله والو ملاتړ هم کوي، څو دا ترهګره ډله منځنۍ اسیا ته لاره پیدا کړي.

طاقت مسیر ورځپاڼې ته وویل:

"امریکا له ترهګرۍ د پاکستان پر ملاتړ غلې ده او دا ښيي چې امریکا ته پاکستان تر افغانستان مهم دی، ځکه پاکستان په سیمه  کې د امریکا د ګټو تر ټولو ښه ساتونکی دی"

ښاغلی طاقت وايي، چې افغانستان د پاکستان د توکو او تولیداتو د پلور لپاره یو ښه مارکېټ دی او که په دغه هېواد کې امنیت تأمین شي، نو پاکستان به د خپلو توکو د پلور مارکېټ له لاسه ورکړي.

طاقت په دې باور دی چې په افغانستان کې د ناامنيو دوام د پاکستان او امریکا ګډه موخه ده.

که څه هم د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو په نوې تګلاره کې پاکستان ته د طالبپالي هېواد په سترګه کتل شوي؛ خو د چارو شنونکي د امریکا دغه دریځ ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي چې دواړه هېوادونه په سیمه کې د کړکېچ د غځولو په هڅه کې دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (نن په مسیر ورځپاڼه کې) افغانستان Sun, 24 Sep 2017 03:52:20 +0000
حامد کرزی: افغان حکومت دې د بهرنیو ځواکونو د خپلسریو مخه ونیسي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14036-2017-09-23-12-43-00 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14036-2017-09-23-12-43-00 پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې په خپلسرې توګه عملیات کوي او په عملیاتو کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د درېیو ملکي وګړو وژل کېدل په کلکو ټکو غندل شوي دي. نوموړي پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو د خپلسریو مخه ونیسي، ځکه په دې توګه به د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شي او له حکومت به د ولس واټن لا ډېر شي. دوې ورځې وړاندې بهرنیو ځواکونو په ننګرهار کې عملیات کړي، چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې عملیات ځانګړو ځواکونو کړي دي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر په خبرپاڼه کې دغه عملیات د بهرنیانو کار بلل شوی دی.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sat, 23 Sep 2017 12:41:40 +0000
وکیلان: نوې نیمګړې تګلاره به افغانستان د اوږدې جګړې پر ډګر بدل کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14033-2017-09-23-07-11-57 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14033-2017-09-23-07-11-57 د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره نیمګړتیاوې لري او که دې نیمګړتیاوو ته پام و نه شي دا جګړه به ختمه نه شي. د ولسي جرګې غړي صادقیزاده نیلي د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، د امریکا په نوې تګلاره کې، د ترهګرو پر وړاندې جګړه او پر پاکستان فشار مثبت ټکي دي، خو ددې تر څنګ ځینې کمزوري ټکي هم لري. دده په وینا امریکا په خپله تګلاره کې، سولې او سیاسي حل ته ځای نه دی ورکړی، په داسې حال کې چې مذاکرات د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو ستره اړتیا ده. د نیلي په خبره امریکا باید د سیمې د هېوادونو اندېښنو او ستونزو ته هم پام کړی وی، ځکه که داسې ونه شي نو افغانستان به د سیمې د هېوادونو د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي. هغه همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې دې د هند له فعالیتونو د پاکستان شته اندېښنو ته هم پام وشي ځکه پاکستان له دې اړخه په وېره کې دی. د ولسي جرګې د یاد غړي په وینا که امریکا رښتیا هم د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او پر پاکستان هغه فشارونه عملي کړي چې خبرداری یې ورکړ، نو ښايي افغانستان ته امنیت راشي او که دا هر څه یوازې د کاغذ پر مخ وي نو دې تګلارې ته هم ډېره خوشبیني په کار نه ده، ځکه په دې توګه به افغانستان د اوږدمهاله جګړې پر ډګر بدل شي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sat, 23 Sep 2017 07:11:29 +0000
په افغانستان او پاکستان کې ډېر مسلمانان د مسلمانانو په لاس وژل شوي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14031-2017-09-23-07-10-33 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14031-2017-09-23-07-10-33 د افغانستان په اوږده جګړه کې تر ټولو ډېر مسلمانان د مسلمانانو په لاس وژل شوي دي. د ملي عوامي ګوند غړي او پخواني سناتور افراسیاب خټک له یوه څېړنیز بنسټ سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده شوه او په پاکستان او افغانستان کې تر ټولو ډېر مسلمانان د مسلمانانو په لاس ووژل شول. دده په وینا ښايي له هند سره په جګړه کې دومره مسلمانان نه وي وژل شوي لکه په افغانستان او پاکستان کې چې د مسلمانانو خپلمنځیو جګړو وژلي دي. افراسیاب خټک همدا راز ویلي، دا به ښه وي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه پخپلو کې سره کېنې او د سولې خبرې پيل کړي. خټک دا هم ویلي، چې د افغانستان اوږدې جګړې د سلګونه انسانانو ژوند واخیست او تر ډېره هغه وسلې پکې و ازمویل شوې چې تر اوسه نه وې کارول شوې. خټک د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه او سیاسي مذاکرات د ټولوې سیمې په ګټه بللي دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Sat, 23 Sep 2017 07:09:18 +0000