دوشنبه, 09 کب 1395 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د افغانستان او ازبکستان چارواکي سبا پر اقتصادي مسایلو غونډه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 19 مرغومی 1395 ساعت 09:07

راپورونه وايي چې د افغانستان او ازبکستان چارواکي به د رواني میلادي میاشتې په نهمه او لسمه نېټه په تاشکند کې د یو لړ سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه دوه ورځنۍ غونډه وکړي. ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حشمت خلیل کرزی، د افغانستان د پلاوي مشري کوي. په دغه غونډه کې به د دواړو هېوادونو د پولې، امنیتي همکاریو، راتلونکو اقتصادي پلانونو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړي. غونډه د ازبکستان په پلازمنه تاشکند کې د جنورۍ په نهمه او لسمه نيټه جوړېږي. د تېر عیسوي کال په ډسمبر کې هم د افغان سوداګرو او سیاسیونو یو کمیسیون تاشکند ته تللی و څو د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او سوداګرۍ د پراختیا په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. تر دې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامل‌اف د امنیت شورا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي و، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ به اړیکې به پراخې او د دواړو اړخونو ترمنځ به ناستې او کنفرانسونه ډير شي.

Addthis

 




مل پاڼې