شنبه, 04 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ازبکستان په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته آسانتیاوې برابروي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 20 وږی 1396 ساعت 06:11

د ازبکستان ولسمشر وايي، هېواد يې چمتو دی چې په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي. شوکت میرضایف دا خبره پرون له غرمې وروسته د قزاقستان په مرکز استانه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې پرمهال وکړه. د ارګ خبرپاڼه وايي، ازبک ولسمشر ویلي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري د ټولې سیمې په ګټه ده. په خبرپاڼه کې د میرضایف په حواله ویل شوي، چې ازبکستان به د افغان سوداګرو پر مالونو مالیه هم کمه کړي. افغان ولسمشر په دې کتنه کې ویلي چې د افغانستان د سوداګرو یو پلاوی به ازبکستان ته سفر وکړي چې د دوه اړخېزه هکاریو پر مسئله خبرې او بحثونه وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې