چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په ریکا غونډه کې د لاجوردو لارې هوکړه هم لاسلیک کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 24 لړم 1396 ساعت 04:31

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د لاجورد لارې هوکړه ليک نن د پنځو غړو هېوادنو ترمنځ لاسليک کېږي. د سيمې د اقتصادي همکارۍ (ريکا) د اوومې ناستې دویمه برخه نن د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد ښار کې د سيمې او نړۍ د ٣٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٢٥ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو ترمنځ ترسره کېږي. د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مشر حسن سروش، د ريکا ناستې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې دغه هوکړه ليک نن د افغانستان، ترکيې، ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي. سروش زياته کړه، د لاجورد لارې هوکړه ليک متن نهايي کول، د غړو هېوادونو ترمنځ د تېرو درېيو کلونو خبرو اترو پايله ده. د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مشر، د ياد هوکړه ليک د تدوين موخه، د اسيا په کچه د ترانزيټ او ترانسپورټ په برخو کې د يوه منظم سيستم رامنځته کول وبلل. د لاجورد لاره، د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له مسيره له تورې بحيرې او له هغه وروسته له ترکيې سره له يوځاى کېدو وروسته افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي.

Addthis

 




مل پاڼې