دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د برېښنا په برخه کې د ۴۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 12:54

د افغانستان د اوبو او انرژۍ او يو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ په کندهار، هرات او بغلان کې د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید د درېیو پروژو تړونونه په اجرائیه ریاست کې لاسلیک شول. د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغو تړونونو د لاسلیک مراسمو ته په وینا کې د اوبو او انرژۍ وزارت او د پروژو د پلي کوونکو شرکتونو نه وغوښتل چې دغه پروژې دې په بنسټیز ډول پلي کړي. عبدالله وايي، دا چې افغانستان لا په ‎خپلو پښو ولاړ نه ‎دی نو هغه مرستې چې د نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له‎خوا کېږي باید په اساسي ډول ولګول شي. په یادو درېیو تړونونو کې د کندهار د دهلې د برېښنا بند چې ۳۲۲ میلیونه ډالر پرې لګښت راځي، په اساسي ډول رغول کېږي، دا ‌شان د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د دوه نیم میلیونو ډالرو په اررښت د لمریزې برېښنا د يوه مرکز او د پلخمري د برېښنا بند د څلورو دروازو جوړول شامل دي. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ د برېښنا له نعمته برخمنې او څه باندې ۶۰ زره هکتاره ځمکې به هم خړوبې شي. د دغه وزارت د مسؤلینو په خبره په دې پروژو ټولټال ۴۶۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۳۲۲ میلیونه يې د اسیا پراختیايي بانک له‎خوا ورکول کېږي.

Addthis

 




مل پاڼې