اقتصادي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical Wed, 20 Sep 2017 10:53:16 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir هغه مالي پرېکړې چې راتلونکي کې به مو پښېمانه کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14009-2017-09-20-05-08-28 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14009-2017-09-20-05-08-28 کله چې انسان څه ګټه وټه پيل کړي او له مالي پلوه خودمختار شي؛ نو د خپل اقتصادي حالت مسئولیت پر خپله غاړه اخلي.

له اقتصادي پلوه ځان بسیا کول د انسان په زیار، خوارۍ او ځیرکتیا پورې اړه لري.

ځينې خلک خواري کوي، ستونزې ګالي، شپه او ورځ کار کوي؛ خو پيسې بې پلانه لګوي. دا چاره په راتلونکي کې لويې ستونزې جوړولای شي.

هغوی چې د نن غم ورسره وي او د سبا په اړه فکر نه کوي؛ کله چې په فزیکي لحاظ کمزوري شي؛ بیا پته ورته ولګي، چې نه يې ځان او نه يې کورنۍ ته څه پيسې سپمولې دي.

خو هغه خلک چې له لږ ګټې سره سره لګښتونه په ډېر فکر سره کوي، نه یوازې له مالي پلوه نه کمزوري او نه خپه کېږي، بلکې د راتلونکې له پاره سپما هم کولی شي.

هغوی چې په ورځني ژوند کې د پاموړ ګټه او عایدات لري؛ خو خپل ورځني لګښت ته پام نه کوي،  نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي، بلکې د راتلونکي لپاره شمتني یا سرمایه هم نه شي ساتلی.

دلته په ژوند کې ځينې داسې مالي پرېکړې را اخلو، چې په ښکاره خو ښې برېښي، خو په راتلونکي کې پېښماني لري.

۱ـ  د راتلونکي لپاره د پیسو نه سپمول

په امریکا کې یوې څېړنې ښوودلې، چې ډېری وظیفه لرونکي کسان د خپلې دندې پر مهال له بانکونو په پور موټر او یا کور اخلي، بیا ورته په قسطونو پیسې ورکوي.

څېړنې ثابته کړې، همدا لامل دی، چې دا خلک د خپل راتلونکي لپاره هېڅ نغده شتمني نه لري او دوی هغه وخت چې له دندې تقاعد شي او پر کور کېني، په تېر وخت پسې لاسونه مروړي.

نو که تاسو غواړئ چې له ورته پښېمانۍ سره مخ نه شی، سر له همدا نن څه اندازه پيسې سمپا کړئ چې په راتلونکې مو په درد وخوري.

۲ـ تفرېح او سياحت نه کول

ځينې خلک فکر کوي، چې په چکر تلل یا تفرېح کول هسې بې ځایه کار او لګښت دی؛ خو دا انګېرنه ناسمه ده.

په یوه امریکايي سروې کې له هغو کسانو چې ډېر شته لري، پوښتل شوې، هغه کوم کار دی چې دوی نه دی کړی او اوس پښېمانه دي؟

دوی ټولو ورته ويلي، چې "سياحت او تفرېح"

ډېرو کمو کسانو ويلي چې کورونه يا ځينې نور اړين توکي يې نه دي پېرلي، خو ډېرو يې ورته ويلي، چې درېغه هغه وخت يې یو څه پیسې پر چکر او تفرېح هم لګولې وای.

روغتیايي څېړنې ښيي، چکر ته تلل د انسان جسمي او ذهني روغتیا ته خورا ګټه لري.

په سفر تلل او له بېلابېلو خلکو سره ناسته پاسته اړیکې پراخوي، چې له امله يې ځينې نوي چانسونه او د ګټې نوې لارې چارې پیدا کېږي.

۳ـ پر ځان پانګونه نه کول

پر خپل ځان د پیسو داسې لګښت چې له امله يې ستاسو په صلاحیتونو او وړتیاوو کې زیاتولی راځي، خپله یو ډول پانګونه ده. د بېلګې په ډول: له خپل مسلک سره سم په نویو کورسونو کې ګډون، د نویو ژبو زده کول او داسې نور لګښت نه بلل کېږي. دا چاره ستاسو وړتیاوې زیاتوي او ستاسو په پرمختګ کې لوی لاس لرلی شي.

۴ـ  په یو ځل د شتمنېدو هيله

هغوی چې تل په یوځل د شتمنېدو هیله او خوب ویني، ښه نه کوي. هغوی چې نن سبا شتمن دي، لارښوونه کوي، چې تاسې د شتمنېدو لپاره سر له نن او له کوچنۍ ګټې پیل وکړئ.

که تاسې ټول عمر د یوې معجزې په تمه پاتې کېږی چې شتمن شی؛ نو دا فکر مو ناسم دی.

دوی باور لري، چې د شتمنېدو پر لور باید ګامونه اوچت کړای شي؛ خو دا چاره باید د خپلې ورځنۍ لږې ګټې څخه پيل شي. د مثال په ډول: که لس ډالره عايد ولرئ، دوه ډالره يې وسپموئ.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (ګلاب هېواد) اقتصادي خبرونه Wed, 20 Sep 2017 05:07:33 +0000
وسله والو لغمان او ننګرهار ته د برېښنا لېږدول شوي مزي پرې کړې دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14007-2017-09-19-11-32-55 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/14007-2017-09-19-11-32-55 چارواکي وایي،  چې د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا مزي د وسله والو له لوري پرې شوي دي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، چې نن غرمه یوولس نیمې بجې د سروبي ولسوالۍ د اوزبین مستۍ چینې په سیمه کې وسله والو طالبانو له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي په ډزو ویشتي دي. د برېښنا لینونو د پرې کېدو له کبله په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه بې برخې شوې دي. نوموړی وایي، د لینونو د پرې کېدو علت معلوم نه دی، خو دوی سیمې ته قومي مشران لېږلي ترڅو له وسله والو سره خبرې وکړي او بېرته د برېښنا پرې شوي لینونه وتړي. د کابل سروبي ولسوالۍ څه لغمان او ننګرهار ته لېږدول شوې برېښنا ډېر کله د باد باران او وخت ناوخت بیا د وسله والو ډلو له لوري پرې کېږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Tue, 19 Sep 2017 11:31:55 +0000
پاکستان په واګه بندر کې د افغان سوداګرو موټرونه درولي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13992-2017-09-18-09-42-22 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13992-2017-09-18-09-42-22 په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د تازه میوو موټرونو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي. افغان سوداګرو ویلي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې هند ته د تلو په هدف، د افغان سوداګرو په خټکیو او میوو بار موتړونو ته د نامعلوم علت له امله، له واګه بندر د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي. یو تن افغان سوداګر رحم الدین حاجي اغا په خبره، تر دې دمه ۲۰ ټنه خټکي خراب شوي او که چېرې دا لړۍ اوږده شي، نور خټکي او تازه میوې به هم خرابې شي. واګه د هند او پاکستان ترمنځ سوداګریز بندر دی چې تر ډېره افغان سوداګر له همدې لارې، خپل سوداګرېز توکي هند ته صادروي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Mon, 18 Sep 2017 09:41:53 +0000
د افغانستان د مېوې صادرات اته سلنه لوړ شوي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13951-2017-09-14-11-12-34 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13951-2017-09-14-11-12-34 له افغانستانه نورو هېوادنو ته د میوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله اته سلنه ډېره شوي دي. د چارواکو په وینا، د صادراتو د کچې د زیاتوالي لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلیز رامنځته شو او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړل. د مسوولینو په خبره چې سږ کال ۹۰ زره ټنه انگور، انار او زردالو بهر ته استول شوي، چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي. د سوداګرۍ خونې د صاراتو مسوول میرزمان پوپل له هند سره د افغانستان د هوایي دهلیز رامنځ ته کېدل د میوو د صادراتو د زیاتیدو اصلي لامل بولي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Thu, 14 Sep 2017 11:12:12 +0000
په هرات کې د اوبو یو نوی بند جوړېږي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13926-2017-09-12-12-10-07 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13926-2017-09-12-12-10-07 د هرات په اوبه ولسوالۍ کې د اوبو د یوه نوي بند د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د هرات د کرنې رییس وایي، چې دا بند په اوبه ولسوالۍ کې جوړېږي او لګښت یې نړیوال بانک ورکوي. ده زياته کړه چې پر ياد بند دوه اتيا ميلونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړيدو چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړي شي. د نوموړي په وينا د دې بند په جوړيدو سره به زر هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه او هم به د زيانمنونکو سيلابونو د راوتلو مخه ونيول شي. نوموړي همدا راز وويل چې اوس مهال د کرني رياست له لوري په هرات کې د دوه سوه ميلونه افغانيو په ارزښت يو شمير نورې پروژې هم تر کار لاندې دي او چارې يې په نژدې راتلونکي کې د بشپړيدو په حال کې دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې د اوبو بندونو جوړل به په هرات کې د زراعت برخې ته وده ورکړي او په وينا يې نوموړی ولايت به په دې برخه کې پر ځان د بسايني جوګه وګرځوي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Tue, 12 Sep 2017 12:09:42 +0000
افغان حکومت: هند دې د چابهار بندر د پراختیا چارې چټکې کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13919-2017-09-12-08-13-55 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13919-2017-09-12-08-13-55 افغان حکومت له هند وغوښتل چې د ایران د چاه بهار بندر د پراختیا چارې چټکې کړي. دا غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره په کتنه کې کړې ده. د چاه بهار بندر له یوې خوا د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا هند ته دا موقع ورکوي چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د پاکستان له اړتیا پرته سوداګري او راکړه ورکړه وکړي. پاکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د هندي تجارتي مالونو له صادرېدو سره مخالفت کوي. د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ تېر کال هند د چاه بهار بندر د پراختیا او له دې بندره تر افغانستان پورې د رېلارې د جوړېدو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو ژمنه وکړه.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Tue, 12 Sep 2017 08:12:31 +0000
اپل ايفون ۸ نندارې ته وړاندې کوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13913-2017-09-12-03-50-26 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13913-2017-09-12-03-50-26 اپل په پام کې لري چې خپل نوي توليدات (ایفون ۸، ټلوېزيون او ځيرک لاسي ساعت) نندارې ته وړاندې کړي چې په همدې موخه يې خپلو يو شمېر پېرونکو ته بلنليکونه هم استولي دي.

تمه ده چې د اپل نوي توليدات به نن ننداري ته وړاندې شي. هغه څه چې د اپل د نويو توليداتو په منځ کې به د ټکنالوژۍ د ډېرو مينه والو پام ځان ته ور واړوي، د اپل د ځيرک موبايل اتم ماډل (iPhon8)، مخ پېژندونکې او د درې بعدي انځور اخيستنې وړتيا لرونکې کمره د يادولو وړ دي.

له بلومبرګه را رسېدلي خبرونه وايي، چې په دغه نندارتون کې به اپل د اووم ايفون نوي وېرژنونه او دغه راز بې سيم چارجرونه هم ننداري ته وړاندې شي. سربېره پر دې ويل شوي، چې اپل به خپل نوی 4K رېزولېشن لرونکی ځيرک ټلوېزيون او تر ليرې واټنه له ځيرک موبايل سره د بلوتوت له لارې تړل کېدونکی لاسي ساعت هم نندارې ته وړاندې کړي.

دغه نندارتون ته د Mac د مينه والو هم ډېره تمه ده چې ښايي نوي وېرژنونه يې نندارې ته وړاندې شي.

اپل به خپل نوي توليدات د لومړي ځل لپاره د دغه شرکت د بنسټګر سټيو جابز په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي، چې تمه ده له تاوده هرکلي سره به مخ شي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Tue, 12 Sep 2017 03:49:36 +0000
ویسا: چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم دی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13901-2017-09-11-06-15-24 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13901-2017-09-11-06-15-24 چابهار د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. د کندهار والي زلمي ویسا د چابهار بندر له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ددغه بندر په فعالېدو سره به افغان سوداګري وده وکړي او د افغانستان سوداګر به د نړۍ په سوداګرۍ کې مهمه ونډه واخلي. زلمي ویسا ویلي چې دمګړی په چابهار بندر کې د ۱۶۰ شرکتونو فعالیت د افغانستان لپاره ښه زېری دی. نوموړي له یادو چارواکو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې ددغه بندر د پراختیا لپاره باید هڅې لا ډېرې شي او د سوداګرۍ قوانین او شرایط دې آسانه کړل شي. د زلمي ویسا په وینا څومره چې د سوداګرو لپاره قوانین آسانه کېږي په همدې کچه پانګونه ډېرېږي او لا ډېر خلک پانګونې ته زړه ښه کوي. ایراني اړخ هم کندهار ته د سفر پر مهال په دغه بندر کې د فرصتونو او ستونزو په اړه د کندهار له والي سره خبرې کړې دي او دواړو لورو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Mon, 11 Sep 2017 06:14:58 +0000
ازبکستان په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته آسانتیاوې برابروي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13898-2017-09-11-06-12-18 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13898-2017-09-11-06-12-18 د ازبکستان ولسمشر وايي، هېواد يې چمتو دی چې په ترمز ښار کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي. شوکت میرضایف دا خبره پرون له غرمې وروسته د قزاقستان په مرکز استانه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې پرمهال وکړه. د ارګ خبرپاڼه وايي، ازبک ولسمشر ویلي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري د ټولې سیمې په ګټه ده. په خبرپاڼه کې د میرضایف په حواله ویل شوي، چې ازبکستان به د افغان سوداګرو پر مالونو مالیه هم کمه کړي. افغان ولسمشر په دې کتنه کې ویلي چې د افغانستان د سوداګرو یو پلاوی به ازبکستان ته سفر وکړي چې د دوه اړخېزه هکاریو پر مسئله خبرې او بحثونه وکړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Mon, 11 Sep 2017 06:11:21 +0000
چین په بدخشان کې پر پراختیايي پروژو پانګونه کوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13895-2017-09-11-03-58-47 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/economical/13895-2017-09-11-03-58-47 د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، چين ژمنه کړې، چې د دغه ولايت په پراختيايي پروژو کې تر ٩٠ ميليونه ډېر امريکايي ډالر لګوي. احمد فيصل بيګزاد ویلي، چې د دې پروژو پلي کول د بدخشان د خلکو لپاره يو ښه زيرى دى. نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د افغانستان او چين سوداګريزې، کلتوري او ټولنيزې اړيکې لا سره نږدې شي. په همدي حال کې ویل کیږي چي چین د بدخشان ولایت د واخان، اشکاشم، زيباک او شغنان ولسواليو د روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او کليوالي سړکونو د جوړېدو په برخه کې هم ٢٠ميليون ډالر د لګولو ژمنه کړي ده.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) اقتصادي خبرونه Mon, 11 Sep 2017 03:58:17 +0000