دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



عباسي: د پاکستان د هڅو تخریب امریکا ته زیان لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 08:12

د پاکستان لومړی وزیر وايي، هېواد یې له ترهګرۍ سره مبارزه کړې او د پاکستان د هلو ځلو تخریب امریکا ته زیان لري. شاهد خاقان عباسي، پرون دوشنبه په اسلام اباد کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له پاکستان سره د امریکا د پوځ د مرستو بندېدا د امریکا په ګټه نه ده. دده په وینا پاکستان اوس هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بوخت دی، خو د امریکا وروستۍ کړنې کولی شي یوازې امریکا ته زیان ورسوي نه پاکستان ته. په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د امریکا نوې تګلارې سخت اندېښمن کړي دي او د خپل ځان د ژغورلو لپاره یې په هرې ممکنې لارې چې وي لاس پورې کړی دی. پاکستان وايي، هڅه یې دا ده، چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري.

Addthis

 




مل پاڼې