دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 08:15

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د رایو په اتفاق پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو له لګولو سره هوکړه وکړه. دا پرېکړه لیک د شمالي کوریا د تېل او ګاز واردات محدودوي او د دغه هېواد د ټوکر صادرات هم بندوي. ویل کېږي روسیې او چین له هغه وروسته دې بندیزونو تاییدولو ته زړه ښه کړ چې امریکا په پرېکړه لیک کې نرمي راوسته. د دې بندیزونو موخه د شمالي کوریا د حکومت هغه مالي عاید زیانمنول دي، چې د اتومي پروګرام او بالستیک توغندي د پرمختګ لپاره ورته اړتیا لري. لوېدیځ ډيپلوماټان هیله من دي، چې پر شمالي کوریا د بندیزونو زیاتول به د پیونګ یانګ د اتومي پروګرام د سیاسي حل لپاره یوه لار پیدا کړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکې هیلې وویل، امریکا له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي. بلخوا د ډونالډ ټرمپ حکومت د شمالي کوریا د مهارولو لپاره پر چین ډېر فشار اچولی دی.

Addthis

 




مل پاڼې