سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



طیب اردوغان: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:54

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ترکي چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. خواجه آصف په دې سفر کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، لومړي وزیر بن علي یلدرم او د بهرنیو چارو له وزیر محمود چاوش اوغلو سره کتلي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې لیدنه کې ټینګار کړی دی، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات لپاره اړین دی او ترکیه په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده. اردوغان همدا راز ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزه دې له قوي او عملي ديپلوماتیکو لارو حل شي، ځکه جګړه او نظامي تحرکات هلته روان ناورین نه شي ختمولی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان په سوله او ثبات کې به هڅه کوي.

Addthis

 




مل پاڼې