سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



شمالي کوریا: امریکا ته به داسې درد ورکړو، چې په ټول تاریخ یې نه وي لیدلی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 06:23

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له نويو بندیزونو وروسته امریکا ته خبرداری ور کړی او وايي داسې درد به ور کړي چې تراوسه یې لیدلي نه وي. په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي پر واشنګټن تور ولګاوه چې له پیونګ یانګ سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي ټکر لار یې غوره کړې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه ورځ د رایو په اتفاق پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول چې له مخې یې دغه هېواد ته د تېل او ګاز صادرات محدودېږي او هم یې پر ټوکر یا نساجي محصولاتو صادرولو هم بندیز لګېږي. دا بندیزونه د شمالي کوریا د شپږمې او تر اوسه د تر ټولو لویې اتومې تجربې وروسته لګېږي. د بندیزونو د لومړني پرېکړه لیک له نرمېدلو وروسته چین او روسیې هم پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو د لګېدلو ملاتړ وکړ. په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازی هان تای سونګ وايي، دا بندیزونه ناقانونه تړون دی او ردوي یې. هغه وویل، د کوریا حکومت به له همدې امله امریکا ته داسې درد وکړي چې په ټول تاریخ کې یې نه وي لیدلی.

Addthis

 




مل پاڼې