چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په ایران کې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره مخ په ډېرېدو ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 23 لړم 1396 ساعت 04:04

د ایران په لوېدیځ او د عراق په شمال ختیځو سیمو کې زلزله شوې. په زلزله کې د وژل شویو شمېر له ٤٠٠ لوړ شو او په زرګونو ټپیان دي. ډېر زیان د ایران کرمانشاه ولایت ته اوښتی، په دغه سیمه کې ودانۍ نړېدلې، برېښنا پرې شوې او ټلیفوني کرښې هم ویجاړې شوې دي. د کرماشناه په دالاهور سیمه کې چارواکي وايي، خینې کلي یو مخ وران شوي دي. په ایران کې د ټپیانو شمېر څه باندې ٤٩٠٠ ښودل شوی چې شاو خوا ۴۰۰۰ يې يوازې په کرمانشاه ولایت کې دي. چارواکي اټکلوي چې ممکن د مړیو شمېر نور هم زیات شي. په ورته مهال د ایران ولسمشر له اړوند وزیرانو او مرستندویه ادارو سره په ځانګړې غونډه کې زلزله ځپلو ته د مرستې پر پیلولو خبرې کړې دي.

Addthis

 




مل پاڼې