چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د بمبارۍ نوې څپه، ملکي مرګ ژوبله او غلی حکومت پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 04:00

د کاپیسا په تګاب کې امریکايي ځواکونو بیا هوايي بریدونه کړي او ګڼ ملکي وګړي یې وژلي دي. د وژل شوو شمېره څرګنده نه ده، خو ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې لسګونه ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي وژل شوي دي. په څو ورځو کې درېیم ځل دی چې امریکايي ځواکونه پر ملکي خلکو هوايي بریدونه کوي. په کندوز، فراه او کاپیسا کې دغو هوايي بریدونو لسګونه ملکي وګړي وژلي دي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ښکاري چې هوايي بریدونه زیاتیږي، څومره چې بریدونه زیاتیږي، همدومره د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاتیږي. په کندوز او کاپیسا کې خو مخامخ پر کلیو بمونه غورځول شوي او ګڼ کورونه هم ړنګ شوي. په سیمه کې جګړه ده، د ژورنالېستانو ورتګ ستونزمن دی او همدا چاره د دې سبب کیږي چې چارواکي او امریکایان له ملکي مرګ ژوبلې انکار وکړي او یا یې کمه وښيي. له بده مرغه ډېرې رسنۍ هم د هغو جنایتونو افشا کولو ته ډېره لېوالتیا نه لري چې امریکايي ځواکونه یې کوي. ښکاري چې ملکي مرګ ژوبله به تر هغه ډېره وي چې په اړه یې ویل کیږي او د نورو داسې پېښو وېره هم شته.

د وحشت او بمبارۍ یوه نوې څپه را خوره ده. امریکايي ځواکونه هغه ډول بریدونه کوي چې له (۲۰۰۶-۲۰۱۱) کلونو کې یې کول. په ډېره بې پروایۍ د خلکو په کورونو او کلیو هوايي بریدونه کیږي. حکومت هم د امریکايي ځواکونو د دغو جنایتونو پر وړاندې غلی دی او یو ډول د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د پټولو هڅه هم کوي. په دې ډول وحشت زیاتیږي، په کلیو او بانډو کې خلک په وېره کې دي.

امریکایانو دغه ډول جنایتونه او بمبارۍ پخوا هم کړې دي. پوره کلي یې ړنګ کړل، زرګونه ملکي وګړي یې ووژل، خو وسله وال مخالفین نه یوازې دا چې کمزوري نه شول، بلکې پیاوړي شول. لا زیاتې سیمې یې لاندې کړې، په خلکو کې یې ملاتړي پیدا کړل او آن اوس یې له پاکستان پرته نور بهرني ملاتړي هم پیدا کړي دي. له دې روښانه تجربې سره سره بیا هم پر هوايي بریدونو، د خلکو پر وژنې او له نظامي لارې د ستونزې پر حل ټینګار کیږي!

امریکایان به د جګړې د دوام هدف لري، له همدې امله به په شعوري او قصدي ډول ملکي وګړي وژني، خو زموږ حکومت باید د دغو بمباریو پر وړاندې غلی پاتې نه شي. حکومت د خلکو د سر ساتنې مسوولیت لري، نو باید په دې برخه کې روښانه دریځ ولري. که حکومت همداسې غلی وي، نو د خلکو نفرت به لا زیات شي. دوی به لا زیات له حکومته لرې او وسله والو مخالفینو ته نږدې شي. په همدې پار حکومت باید د امریکا د هرې کړنې ملاتړ ونه کړي. په ځینو چارو کې باید ورسره ښکاره بحث وکړي، مخالفت یې وکړي او ان په جدي ډول یې د کارونو مخه ونیسي. د امریکايي جنایتونو او بمباریو پر وړاندې دا ډول سکوت او یا د هغوی توجیه کول، حکومت هم د خلکو د غوسې او نفرت له توپان سره مخ کولی شي او افغانستان ته هم ستر زیان اړولی شي.

Addthis

 




مل پاڼې